د خوست امنیه قومندانۍ د جنايي جرمونو سره د مبارزې پولیس وايي، له تېرو څو ورځو راهیسې په دغه ولایت کې د غلا، زورواکۍ، له کوره د تېښتې، قاچاق او نشهيي توکو پلور په تړاو یې ۱۶تنه په مرکز او ولسوالیو کې نیولي دي.
د خوست له امنیه قومندانۍ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د خوست امنیتي ځواکونو د تېرو څو ورځو په موده کې شپاړس تنه د غلا، ځورونو، قاچاق او له کوره د تېښتې په تړاو په مرکز او بېلا بېلو ولسوالیو کې نیولي دي.: «د نیول شوو کسانو له ډلې یې د خوست مرکز د لومړۍ حوزې اړوند سیمه کې درې کسان د شپې پر مهال له یوه کور څخه د غلا په تړاو، ځاځي میدان ولسوالۍ کې یو کس د څلوېښتو زرو نغدي پیسو د غلا په تړاو، سپېره ولسوالۍ کې کې دوه کسان د یوه بل کس د شکنجه کولو په تړاو، مرکز او تڼیو ولسوالۍ کې نهه تنه د بېلا بېلو نشهیي توکو د کارونې، قاچاق او پلور په تړاو د یو لړ نشهیي توکو سره یو ځای نیولي دي.»
په خبرپاڼه کې ویل شوي، نیول شوي کسانو د نورو څېړنو په موخه عدلي او قضايي ارگانونو ته سپارل شوي دي.