د کار او ټولنیزو چارو وزارت ویاند، سمیع الله ابراهیمي وايي، چې په تېرو درېیو میاشتو کې یې شاوخوا ۳۳ زره د کار جوازونه توزیع کړي دي.

د دغه وزارت ارقام ښيي، چې ۲۱ زره او ۵۶۷ تنه په دولتي سکټور، نهه زره او ۸۰۹ تنه هېوادوال په خصوصي سکټور کې په دندو ګومارل شوي او همدارنګه یو زر او ۹۲۰ بهرنیو وګړو هم د کار جوازونه ترلاسه کړي دي.

نوموړی وايي، چې دغه جوازونه دولتي او خصوصي سکټور دواړو ته ورکړ شوي دي او له دې ارقامو سره د روان لمریز کال په درېیو ربعو کې د وېشل شویو کار جوازونو شمېر ۹۰ زره او ۲۳۱ قطعو ته ورسېد.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version