دفاع وزارت د افغانستان پر خاوره د هند توغندیز برید په اړه د پاکستان د پوځي چارواکو ادعا او اوازې رد کړې.

د دفاع وزارت ویاند عنایت الله خوارزمي له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، چې د هند له لوري په افغانستان توغنديز برید حقیقت نه لري.

تر دې وړاندې د پاکستان پوځي چارواکو ادعا کړې وه، چې پر پاکستان د هند توغندیز بریدونو کې د افغانستان خاوره هم په نښه شوې.

په ورته مهال د هند بهرنیو چارو وزارت هم د دې ادعا په ردولو سره ویلي، چې د افغانستان خلک اوس خپل دوست او دښمن ښه پېژني.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version