له خیبر پښتونخوا د هندوکشغږ سرچینو ویلي، چې د دغه ایالت کوهاټ ښار کې د پاکستان پوځي رژیم د عسکر پر مرکزونو د افغان ځواکونو د نن سهار ډرون بریدونو مرګژوبله اړولې ده.
د رسېدلو معلوماتو له مخې، په دغو بریدونو کې لس پاکستاني عسکر هلاک شوي او پنځه نور ټپیان شوي دي.
سرچینو ویلي، چې، اووه عسکر د کوهاټ پوځي مرکز پر لیلي برید کې هلاک شوي او درې نور همدې مرکز ته نږدې د پاکستاني عسکرو د قومندې پر مرکز برید کې هلاک شوي.
د یادونې ده چې دغه بریدونه نن (جمعه) سهار د افغان ځواکونو له خوا د ډرون الوتکو پر مټ ترسره شول.
