د ارشاد، حج او اوقافو وزارت وایي، د دغه وزارت د عرفان او دیني ځایونو د چارو تنظیم مرستیال مولوي عزیزالرحمن منصور په مشرۍ یو پلاوی د ترکیې هېواد د دیني چارو ادارې (دیانت) په رسمي بلنه دغه هېواد ته ولاړ.
د یاد وزارت په وینا، یاد پلاوی به د ترکیې هېواد د لوړ پوړو چارواکو، مسؤلینو او یو شمېر جیدو علماوو سره په جلا جلا کتنو کې د دیني او علمي موضوعاتو ترڅنګ د دوه اړخېزو اړیکو او همکاریو پر پیاوړتیا خبرې وکړي او د دواړو هېوادونو د مسئولینو او علماوو ترمنځ به په ارشادی، حج او اوقافي برخو کې یو له بل سره همکاري او خپلې تجربې شریکې کړي.