د بلخ ځايي رسنيو د راپورونو له مخې ځينې افغان پانګوالو او کسبګرو د ازبکستان په سرخان ولایت کې د افغانستان او ازبکستان په ګډ بازار کې تازه خپل فعالیتونه پيل کړي دي.
د يادو رسنیو د سرچینو د مالوماتو له مخې دوی د ګډ بازار جوړېدل د دواړو هېوادونو د خلکو د اقتصادي ودې په برخه کې ګټور ګام ګڼي.
راپورونه ورته مهال زياتوي چې د دغه بازار مسوولین وايي چې، د دواړو هېوادونو د پانګوالو لپاره لازمې اسانتیاوې برابرې شوې دي او په دغه بازار کې د افغانانو لپاره هېڅ ډول محدودیتونه شتون نهلري.
د مسوولینو په خبره په دغه بازار کې د افغانستان او ازبکستان کسبګرو ته کرایه یو ډول ده او هرڅوک چې، لېوالتیا ولري کولای شې په دغه بازار کې پانګونه وکړي.
په دې وروستيو کې افغانستان کې په کور دننه د ګاونډيو هېوادونو او افغان محصولاتو ګډ نندارتونونه ډېر پرانستل شول خو د يوه پراخه ګډ بازار جوړولو بيا دا لومړی ځل دی، چې د اقتصادي برخې متخصصينو په وينا د دواړو هېوادونو په سياسي، تجارتي، او اقتصادي اړيکو به پراخ مثبت اغېز ولري.