مؤسسة الزلاقة (القاعده تنظیم ادرس) خبر ورکړی چې د القاعده وسله والو د نیجر په اغادیز سیمه کې د پوځ پر مرکز برید ترسره کړی، چې له امله یې ۷ تنه وژل شوي.
همدې ادرس په خپل بیان کې زیاته کړې چې د همدې برید په نتیجه کې القاعده وسلهوالو ته ۲ میله دهشکې، ۲ میله پیکا، ۶ میله کلاشینکوف او نور ګڼ شمېر مهمات په لاس ورغلي.