د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو وايي، چې د سعودي عربستان له ولیعهد محمد بن سلمان او د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر فیصل بن فرحان سره یې د لیدنې پرمهال په غزه کې د اوربند د پلي‌کېدو لپاره پر ګډو ژمنو ټینګار کړی دی.

روبیو د خپلې اېکس‌پاڼې له لارې په یو بیان کې زیاته کړې، چې په دې خبرو ‌اترو کې د حماس لخوا د ټولو یرغمل شویو کسانو د خوشې کولو او په اقتصادي او دفاعي برخو کې د پراخې همکارۍ پر اړتیا تمرکز شوی دی.

په بیان کې راغلي، چې دواړو خواوو په سیمه کې د ثبات او سوکالۍ د ترلاسه‌ کېدو لپاره د همکارۍ د پیاوړتیا پر ارزښت هم ټینګار کړی دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version