د هندي رسنیو د راپورونو له مخې، د قطر امیر شیخ تمیم بن حمد ال‌ثاني، په دوه ورځني سفر هند ته تللی او د دغه هېواد د لومړي وزیر نریندرا مودي له لوري یې په اندرا ګاندي هوایي ډګر کې هرکلی شوی دی.

راپورونه وایي، چې د سوداګرو یو پلاوی هم د قطر له امیر سره په دې سفر کې ملتیا کوي.

د یادونې وړ ده چې، د ال‌ثاني دا دویم سفر دی چې هند ته یې کوي. نوموړي لومړی ځل په ۲۰۱۵ کال کې هند ته سفر کړی و.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version