امريکايي چارواکو تېره ورځ اعلان کړی چې د ويلادلفيا ايالت په ختيځ کې د يوې وسله والې نښتې په ترڅ کې درې تنه وژل شوي او شپږ نور ټپيان دي. پېښه تېره ورځ سهار وختي رامنځته شوې ده.
امريکايي پوليس وايي چې د پېښې پر مهال سيمه کې تر ۱۰۰ پورې کسان موجود وو. پوليسو زياته کړې چې له لومړنيو معلوماتو سره سم دا د څو لوريو تر منځ د ډزو تبادله برېښي، وايي د مرميو داسې پاتې شونې يې موندلې دي چې له بېلا بېلو وسلو ويشتل شوي دي.
پوليسو په دې پېښه کې د درېيو تنو مړينه تائيد کړې ده، چې ۳۳ کلن، ۲۳ کلن او ۲۹ کلن دي. د يوې ښځې په په ګډون شپږ تنه نور په پېښه کې ټپيان هم دي.
پوليسو له دې ناخبري ښودلې چې دومره شمېر خلک په ياده سيمه کې ولې راټول شوي وو.
بل پلو د امریکا په میامي نړيوال هوايي ډګر کې په يوه جلا پېښه کې يوه مېرمن په چړو وهل شوې ده، چې له امله يې نور مسافر له هوايي ډګره ويستل شوي دي.
د انخيل روډريګيز په نوم د پېښې يوه څېړونکي څرګنده کړې ده چې بريدګر غوښتل دغه ښځه له يوه لوړ ځايه ښکته هم وغورځوي، خو توانېدلی نه دی. هغه زياته کړې ده چې د پېښې په ځای کې وسله هم موندل شوې ده. ټپي شوې ښځه په مرګوني حال کې روغتون ته لېږدول شوې ده.
دا په داسې حال کې ده چې امريکا کې په وسله والو بريدونو کې د خلکو د وژل کېدو شمېرې مخ په ډېرېدو دي؛ امريکايي ولس د وسلو لرلو په قانون سختې نیوکې کوي، خو وسله پلورونکي لوري دا د خپل ځان په ضد د نورو پروپاګند بولي.