
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، مارکو روبیو د ټرمپ او زیلینسکي ترمنځ له ناندریزې لیدنې وروسته ویلي، چې د نړۍ یوازینی مشر چې جګړې ته د پای ټکی اېښودلی شي؛ هغه ټرمپ دی.
نوموړي د خبرو پر دوام ویلي چې زیلینسکي باید د خپل چلند بښنه وغواړي.
نوموړي دې پوښتنې ته په ځواب کې چې آیا پویتن به په مذاکراتو کې رېښتونی وي؟ په ځواب کې ویلي: «ټرمپ ټول عمر تړونونه او معاملې کړې، هغه به داسې معامله و نه کړي چې رښتیا نه وي.»
د یادونې وړ ده، چې زیلینسکي له ټرمپ او مرستیال سره یې تر لفظي شخړې وروسته له فاکس نیوز سره په مرکه کې ویلي، چې ده تېروتنه نه ده کړې او هیڅکله به بښنه ونه غواړي.