ډونالډ ټرمپ د امریکا متحده ایالاتو اووه څلوېښتم منتخب ولسمشر دی؛ هغه امریکايي ولسمشر چې له کاملا هریس سره تر سختي انتخاباتي سیالۍ وروسته بریالی شو. ټرمپ د خپلي تېري دورې پر مهال د امریکا په حکومتولۍ او بهرني سیاست کې ستر بدلونونه راوستل، په افغانستان کې یې د جګړې د پای ته رسولو پړه او ګڼي نوري داسې فیصلې بایډن ته پرېښودې، چې له امله یې بایډن او د هغه ګوند تر یو حده ناکام وګڼل شوه.
ټرمپ ښايي راتلونکو کلونو کې د امریکا بهرنی سیاست بیا یوې مرحلې ته بوځي؛ په افغانستان او اسیا کې د امریکا ګټې شته، خوندي کولو او تقویت ته یې اړتیا ویني، که څه هم افغانستان اوس د امریکا لپاره ډېر لومړیتوب نلري، خو په اړه یې بې دریځه هم نه پاتېږي. د ټرمپ شخصیت، د ټاکنیزو کمپاینونو پر مهال څرګندونو او تېرو تجربو په ارزولو سره د افغانستان په اړه د هغه دریځ څه نا څه روښانه کېږي.
په تېر کې مو مشاهده کړه، چې ټرمپ له طالبانو سره د خبرو اترو لپاره د تعامل لار غوره کړه، سیاسي خطر یې پر ځان ومانه او د با صلاحیته ټیم په لېږلو سره د مذاکراتو مېز ته کښېناست؛ هغه یو سوداګر دی او سوداګریز فکر لري، معامله کوي، هغه څه غواړي او ورکوي چې د امریکا ته زیان نه په کې اوړي؛ مثلاً له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتلو قیمت دا و، چې پر هغوی به د وتلو تر وخته برید نه کېږي. دا د تړون یوه برخه وه او په ضمیمه کې ورسره د وتلو څرنګوالی واضح شوی و.
ډونالډ ټرمپ د امریکا پر بیا رغونه، منځني ختیځ او یوکراین جګړو پای ته رسولو باندې ډېر ټینګار کوي، هغه په دې نظر دی چې باید په کور دننه بیا رغونه وکړي او اقتصاد یې قوي شي، تر څو په اقتصادي جګړه کې مخته لاړ شي؛ ځکه اوس مهال په نړۍ کې ډېری زبرځواکو هېوادونو اقتصادي جګړې او په کور دننه کار ته مخه کړې ده، دوی په جګړو کې په کمه اندازه ښکېلتیا غوره کوي.
د افغانستان په اړه د ټرمپ دوه احتمالي پلانونه کېدای شي، چې یو یې د شر او فساد عاملین لا منزوي کوي او بل یې تنها موقع ورکوي، چې بهرنیانو ته بیا ځان نږدې کړي. د ټرمپ په دغه احتمالي سیاست کې افغانستان د دې تر څنګ چې لومړیتوب نه دی، بلکې په افغانستان کې د رژیم بدلون د امریکا په اجنډا کې نشته، له همدې امله د طالبانو د انشعاب ځپلو مخالفینو مالي او نظامي ملاتړ نه کوي.
د امریکا لومړی احتمالي پلان د طالبانو له حکومت سره مخامخ خبرې دي؛ په دغه خبرو کې لومړیتوب له افغانستان څخه امریکا ته د امنیتي ګواښونو کنټرول، اقتصادي اړیکې، سیاسي تعاملات، سیمه ییز مسایل او د اندېښنو رفعه کول دي. دغه پلان د طالبانو مخالفین لا منزوي کوي او د نړیوال سټېج یې له مطرح کېدو غورځوي.
دوهم احتمالي پلان پر افغان حکومت د امنیتي اندېښنو له امله د فشار زیاتوالی، د بشري مرستو قطعه کېدل او د انشعاب ځپلو ډلو بیرته یو ځای کول دي. خو دا پلان بیا هم له ګڼو ننګونو سره مخ کېږي، ځکه په تبعید کې جوړي شوې ټولې ډلې – ټپلې د داخلي اختلافاتو له امله پاشل شوې دي، د یووالي هره هڅه یې شنډه شوې ده او د شخصي ګټو د تأمین په لټون کې هېڅ یوه ډله له بلي ډلې سره نه یو ځای کېږي.
د چارو کارپوهان تر ډېره د لومړي پلان د تطبیق احتمال زیات ګڼي، ځکه ټرمپ تعاملاتي سیاست غوره کوي او سوداګریز فکر لري، مګر په دواړو پلانونو کې بیا هم د افغان ولس ګټې او زیانونه نغښتي دي؛ خو شر او فساد ته له زیان پرته نور هیڅ نه دي.
یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.