په تېرو دوه لسیزو کې، افغانستان د امریکا، ناټو او لسګونه نورو هېوادونو د یرغل تر سیوري لاندې، د یو شمېر نارینه ؤ ترڅنګ ځینې مېرمنې هم په بېلابیلو نومونو د امریکايي ادارو، د دوی د لابیګرانو، رسنیو او نورو تبلیغاتي مبارزو او د ډالرو د باران ښکار شوې، دوی یې په یوه او بل نوم وهڅولې چې د دوی په وینا محدودیتونه مات کړي، د غربي ټولنې په څېر حقونه وغواړي؛ په همدې موخه یې نورې ښځې هم د ځان ملګرې کړې، ورکشاپونه یې ورته جوړ کړل، سمینارونو ته یې ور ټولې کړې، پر رسنیو او عامه سټېجونو یې کمپاینونه ورته کول، تر دې چې د تبلیغاتي جګړې او د دوی د پروژو پر مخ وړلو ته یې تیارې کړې.

امریکايي او نورو غربي ادارو یادو ښځو ته له حساب او اندازې ډېرې پیسې ورکړې، په یوه او بل نوم یې سترې پروژې ورکولې، آن د خپلو خاوندانو او کورنیو پر وړاندې یې ودرولې، د امریکايي ادارو له هر اړخیز ملاتړه برخمنې وې، ساتونکي او مرمۍ ضد موټر او هر ډول امکانات یې ورته برابرول، دا پانګونه یې تر دې کچې رسولې وه، چې آن د پارلمان تر څوکیو، دولتي ریاستونو، سفارتونو، معینیتونو او وزارتونو یې راوستې. امریکايي ادارو له دوی غوښتل چې نور به د هغوی په استازیتوب چارې همدا ښځې مخته وړي، خو امریکا او نور غربي هېوادونه، بنسټونه او ادارې به یې پراخ ملاتړ کوي او هر ډول پیسې او امکانات به ورته برابروي.

له بده مرغه د ډالرو او پروژو جنون اخیستې دا مېرمنې له یوې خوا په بشپړه توګه د خپلې ټولنې له ارزښتونو، دودونو، فرهنګ، اخلاقو، دین او هر ډول عنعنانو سرسختې مخالفې شوې، بیا یې د غربي فکرونو، دودونو، ارزښتونو او فرهنګ د ترویج لپاره مټې رابډوهلې. هرې یوې له امریکايي ډالرو او پراخ غربي ملاتړه په ګټې اخیستنې، ځانته خپلې انجیوګانې، مدني ټولنې او نور بنسټونه جوړ کړل، چې د امریکايي ډالرو په مرسته یې ټوله هڅه پر دې ورټوله وه، چې خپل شمېر ډېر او خپله ډله لا پسې لویه کړي. دوی د هغه مهال حاکمو شرایطو او پراخ بهرني ملاتړ له کبله تر یوې کچې په دې برخه کې بریالۍ هم وې.

ځینو یې د نارینه او ښځینه وو لپاره ګډ کافي شاپونه جوړ کړل، ځینو یې قیلون خانې جوړي کړې، ځینو امن(!) خونې، ځنیو مېله ځایونه، ځینو یو او بل څه جوړ کړل. ټوله هڅه دا وه چې په یادو ځایونو کې افغاني پتمنې میرمنې د خپلې کورنۍ، ټولنې او هېواد د شته ارزښتونو خلاف وروزي، خپل ارزښتونه ورته ناسم او غربي ارزښتونه ورته سم وښيي او په دې چاره کې له دوی سره ودرېږي، ترڅو یې ډله لویه او شمېر یې ډېر شي.

خو د تېر حکومت په نسکورېدو دا هرڅه له صفر سره ضرب شول، د بهرنیو ادارو، سفارتونو او بنسټونو هماغه لویه کچه کمېشن کارانې، لابیګرې او پروژې پلې کوونکې ښځې له هېواده غربي او نورو هېوادونو ته وتښتېدلې، دوی هلته اوس د هماغه پخواني برم د بیا راژوندي کېدو او د ډالرو تر باران لاندې د وخت تېرېدلو په موخه خپلې منډې ترړې پیل کړې. دوی بیا هم هڅه کوي، چې خپل فرهنګ او ارزښتونه پایمال کړي، په افغانستان کې د ځان لپاره ملاتړي پیدا کړي او په دې توګه ځان ته ډالري پروژې واخلي. د همدې لالهانده منډو ترړو په دوام کله یوې او کله بلې ادارې او اشخاصو ته لیکونه لېږي، کورونو ته یې ورځي او د پروژو اخیستلو لپاره په دروازو کې کچکولونه غوړوي.

خو لکه دوی چې شل کاله د افغانستان پیاوړې او په لوړو ارزښتونو سمبال ټولنې د پتمنو مېرمنو په ګمراه کولو کې ناکامې وې، همداسې به هلته هم ناکامېږي، دوی که هرې ادارې، هر شخص او هر بنسټ ته سلګونه او آن زرګونه لیکونه ولېږي او یا غوښتنې هم ترې وکړي، هېڅ به ترلاسه نه کړي. د افغانستان دننه میلیونونه پتمنې، باعزته او درنې مېرمنې به لاپسې درنېږي، خو دوی به د همدومره منډو، ترړو او لالهاندیو په دوام لا پسې سپکېږي او هېڅ ځمکنی واقعیت به بدل نه شي کړای.

یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version