د امنیتي او تصفیوي چارو مرکزي کمېسیون نوبتي غونډه نن سه شنبه د ياد کمېسيون د مسئول او د ملي دفاع وزير مولوي محمد یعقوب مجاهد په مشرۍ ترسره شوه.
له یاد کمېسیون څخه د خپرو شویو معلوماتو له مخې د دې غونډې په ترڅ کې د هيواد د پولو په خونديتوب، د قاچاق په مخنیوي ، له ارضي تماميت څخه د دفاع ترڅنګ په ګڼو نورو مهمو موضوعاتو ګټورې خبرې شوې دي.