د اوسپنې پټلۍ اداره وايي، په تېرو دوو میاشتو کې د اوسپنې پټلۍ له لارې (۶۰۹۱۵۸) مټریک ټنه توکي صادر او وارد شوي دي.
له یادې ادارې څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د حیرتان بندر له لارې (۴۷۱۵۳۶) ټنه، د آقینې بندر له لارې (۶۸۶۷۶) ټنه او د تورغونډۍ بندر له لارې (۶۸۴۶۲) ټنه، د هرات – خواف له لارې(۴۸۴) انتقالات چې ټولټال ( ۶۰۹۱۵۸) ټنه نفتي، غیر نفتي او نور مواد دي، هېواد ته وارد او صادر شوي دي.: «د انتقالاتو له ډلې یوه برخه صادرات دي، په تیرو دوو میاشتو کې (۳۳۱۶۱) ټنه صادرات شوي، چې لویه برخه یې وچه مېوه، معدني ډبرې او د انارو جوس دي.»
د خبرپاڼې له مخې، هر څومره چې د اوسپنې پټلۍ له لارې د صادراتو او انتقالاتو کچه لوړيږي، په هماغه اندازه کاري فرصتونه برابرېږي، ملي عواید زياتېږي او په ټوله کې اقتصادي ثبات، پرمختگ او ځان بسياينې ته لاره هوارېږي.
په خبرپاڼه کې له سوداگرو غوښتل شوي، چې که غواړي خپل سوداگریز توکي په خوند، ارزانه او چټکه توگه ولېږدوي؛ نو یادې ادارې سوداگرو ته گڼې اسانتیاوې برابرې کړې دي.
افغانستان اوسمهال په شمال او لوېدیځ کې د اوسپنې پټلۍ له لارې له گڼو هېوادونو سره نښلول شوی دی، چې هره اوونۍ پرې زرگونه سوداگریز توکي صادر او واردېږي.