شېر کړئ Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp رویټرز خبري اژانس ویلي، چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین اوکراین ته د سولې او جګړې د پای یو نوی وړاندیز کړی دی. د راپور له مخې پوتین غوښتنه کړې، چې د روسیې د پوځي عملیاتو د درولو په بدل کې دې اوکراین د دنباس سیمه په بشپړ ډول پرېږدي، د ناټو له غړیتوبه دې لاس واخلي، کيېف باید بې پرې پاتې شي او لویدیځو ځواکونو ته د خپلې خاورې د کارولو اجازه نه ورکوي. سرچینې وایي، د اوکراین ولسمشر ويلاديمير زيلينسکي د پوتين دغه وړاندیز په کلکه رد کړی او یو اړخیز یې بللی دی. د مالوماتو له مخې، دا مهال د دنباس ۸۸ سلنه سیمه د روسي ځواکونو تر ولکې لاندې ده.
د امریکا جګړې وزارت: روسیه د سپوږمکيو د له منځه وړلو لپاره اټومي جګړهییز وسایل چمتو کوي17 اپریل 2026
د حوثیانو د سیاسي دفتر غړي، محمد الفرح: سعودي له شهباز شریف څخه د یوې وسیلې په توګه کار اخلي؛ ترڅو د اسرائیل امنیت خوندي او حزب الله بې وسلې کړي17 اپریل 2026