د امريکا د ملي امنيت سلاکار مايک والټز وايي د اوکراين ولسمشر ويلاديمير زيلينسکي د سولې خبرو ته چمتو والی ښودلی دی.

والټز دغه راز ټينګار کړی چې د اوکراین او روسیې ترمنځ د سولې د دغو خبرو لپاره مو چمتو والی شروع کړی او ډېر ژر به په دې اړه ناستې پيل کړو.

د اوکراين او روسيې ترمنځ د جګړې د پای ته رسېدو څرک په داسې حال کې ليدل کېږي چې د روسیې ولسمشر پوتين هم له اوکراین سره سولې ته لېوالتيا ښودلې ده.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version