د ايران انقلابي رهبر سيد علي خامنه ای لبنان کې د صهيونيستي اسرائيلو وروستيو بريدونو ته په غبرګون کې وېلي چې د صهيونيستي اسرائيلو له لوري د غزې او لبنان نسل وژنه به د دوی پر وړاندې مقاومت کمزوری نه بلکې لا هم پیاوړی کړي.
خامنه ای همدا راز وېلي د نړۍ پر ټولو مسلمانانو فرض ده چې د صهیونیستي اسرائيلو پر وړاندې د غزې او لبنان د بې ګناه مسلمانانو ملاتړ وکړي او له وحشيانه وژنو د خلاصون لپاره یې لاس پکار شي.