ایراني رسنیو خبر ورکړی چې د دغه هېواد مذهبي مشر، ایت الله علي خامنه يي د ۱۲۹۱ بندیانو سزاګانې معاف کړي چې پکې بهرنیان او د دولت ضد جرمونو تورن کسان شامل دي.

ایرنا خبری اژانس پرون (جمعه د سپتمبر ۲۰) خبر ورکړی چې د ایراني مشر د فرمان له مخې د ۵۹ تنو د اعدام حکم په حبس بدل شوی دی.

په راپور کې ویل شوي، خامنه اي د عدلیې د مشر غلام حسین محسني اژه ی په وړاندیز د ۲ زره ۸۸۷ بندیانو د بښنې او د بند مودې پر کمولو موافقه کړې ده.

ایراني رسنیو لیکلي چې دا بښنه او د مجازاتو کمښت د «پیغمبراکرم (ص) او حضرت امام جعفر صادق (ع) د زوکړې د کلیزې په مناسبت شوې ده.

په راپورونو کې د ایران د قضائیه قوې د مرستیال صادق رحیمي له قوله ویل شوي چې په دغو کسانو کې ۱۴۰ یې ښځې، ۴۰ یې بهرني اتباع، ۳۹ یې امنیتي او ۶ یې تر ۱۸ کلونو کم عمرونه کسان شامل دي.

دغه ایراني چارواکي ویلي چې د ۱۵۹۶ نورو کسانو د بښلو یا د بند مودې پر کمولو هم خبرې شوې دي چې تر اوسه په یادو کسانو کې د بهرنيو اتباعو د هويت په اړه څه نه دي ويل شوي.بلخوا د ملګرو ملتونو او د بشري حقونو یو شمېر سازمانونو په دې وروستیو کې په ایران کې د اعدام سزا پر زیاتوالي اندېښنه ښودلې او د دغه بهیر د مخنیوي غوښتنه یې کړې ده.

د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې، په ایران کې د روان کال له پیله تر اوسه له ۴۰۰ ډېر کسان اعدام شوي دي، چې يو شمېر افغان وګړي هم پکې شامل وو.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version