د پاکستاني طالبانو غورځنګ ځواکونو، د خیبر پښتونخوا ټانک ولسوالۍ کې یو تن د پاکستان پوځي رژیم ته د جاسوسۍ په تور هلاک کړی دی.
سرچینو هندوکشغږ ته ویلي، چې هلاک شوی جاسوس خلیل اختر ولد سوداګر نومېده، چې تېر ماښام د یادې ولسوالۍ په ګلټن اباد سیمه کې په نښه شو.
سرچینو زیاته کړې، چې د هلاک شوي جاسوس د جاسوسۍ له امله د پاکستاني طالبانو د ولایتي قطعې مسئول، مفتي سیفالرحمن خپل ژوند بایللی و.
