د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې، د دغه هېواد د اصفهان ښار په میمیه سیمه کې د «اونر پارسیان» په نوم د یوه شرکت په ګودام کې چاودنه شوې، چې له امله یې یو تن وژل شوی او دوه نور ټپیان دي.
د معلوماتو له مخې، یاد شرکت د ایران د ملي امنیت شورا تر څار لاندې بارودي موادو او بېپیلوټه الوتکې (ډرونونه) تولیدوي.
د دغې چاودنې د لامل او له امله یې د اوښتو مالي زیانونو په اړه څه نهدي ویلي.