Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»افغانستان»د ایران د عدلیې وزارت مرستیال: په نږدې راتلونکي کې به له ایرانه افغانستان ته د افغان بندیانو د لېږدولو بهیر پیل شي
    افغانستان

    د ایران د عدلیې وزارت مرستیال: په نږدې راتلونکي کې به له ایرانه افغانستان ته د افغان بندیانو د لېږدولو بهیر پیل شي

    صابر افغانصابر افغان15 نوومبر 2024څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د افغانستان اسلامي امارت د بهرنيو چارو وزير مولوي اميرخان متقي په خپل کاري دفتر کې د ايران اسلامي جمهوریت د عدليې له وزارت له مرستیال ډاکتر عسکر جلاليان او ورسره مل پلاوي سره کتلي.

    په دې کتنه کې د دوه اړخیزو اړیکو، په ایران کې د افغان کډوالو او بندیانو پر وضعیت، د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو پر پراختیا او د سیمه‌ییزو سیاسي تعاملاتو پر پیاوړتیا خبرې شوي دي.

    د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي په تېرو څلورو لسیزو کې د ایران له خوا د افغان کډوالو کوربه‌توب ستایلی او له دغو کډوالو سره د ایران د حکومت د لا ښه تعامل او زغم غوښتنه کړې ده.

    ښاغلي متقي همداراز د افغان بندیانو د رالېږدولو په برخه کې د ایران له اسلامي جمهوریت سره د همکارۍ په اړه د افغانستان د اسلامي امارت پر ژمنتیا ټینګار کړی او د ایران د عدلیې وزارت له مرستیال څخه یې غوښتي چې د افغان بندیانو د سپارلو په بهیر کې هر اړخیزه همکاري وکړي.

    ډاکټر عسکر جلالیان افغانستان کې د ثبات له ټینګېدو او شویو پرمختګونو څخه د خوښۍ په څرګندولو سره، په افغانستان کې له بېلابېلو بنسټونو سره د مثبتو خبرو اترو په اړه هم معلومات ورکړي.
    نوموړي د خپلو خبرو پر دوام ویلي چې په نږدې راتلونکي کې به د لاسلیک شوي توافقنامې پر بنسټ له ایران څخه د افغان بندیانو د لېږد عملي بهیر پیل کړي او له افغانستان سره به خپلې نږدې همکارۍ ته دوام ورکړي.

    په دې کتنه کې د دوه اړخیزو سیاسي اړیکو د بیا کتنې ترڅنګ، په ایران کې د افغان مهاجرینو د ستونزو، د اقتصادي همکاریو پر پراختیا او یو شمیر نورو مسایلو په اړه خبرې شوي دي.

    مخکینۍ مقالهټایمز اف اسرائیل: د لبنان په جنوب کې د اسرائیلي ځواکونو یو افسر وژل شوی او یو بل مرګونی ټپي شوی
    راتلونکي مقاله ښایي له شر او فساد جبهې څو مهم غړي د اختلافاتو له أمله جلا شي

    مربوطه لیکنې

    د افغانستان بانک سبا ۱۵ میلیونه امریکایي ډالر د لیلام په ډول پلوري

    1 جولای 2025

    ملي دفاع وزارت: د ٢٠١ خالد بن ولید قول اردو منسوبینو د عملیاتو پرمهال ۶۰ میله سپکې او درنې وسلې کشف او ترلاسه کړي

    1 جولای 2025

    ملا عبدالغني برادر د یوه پلاوي په مشرۍ اذربایجان ته په سفر ولاړ

    1 جولای 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    لیکني 1 جولای 2025

    د مولوي عبدالحمید د څرګندونو په وړاندې د مخالفو ډلو بې ځایه غوغا

    په ایران کې د مېشت مشهور سني عالم مولوي عبدالحمید وروستیو څرګندونو له افغانستانه بهر…

    د افغانستان بانک سبا ۱۵ میلیونه امریکایي ډالر د لیلام په ډول پلوري

    1 جولای 2025

    د پاکستاني طالبانو غورځنګ: تېره میاشت مو په ۳۰۷ بریدونو کې ۵۴۰ پاکستاني امنیتي ځواکونه وژلي او ټپیان کړي دي

    1 جولای 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د مولوي عبدالحمید د څرګندونو په وړاندې د مخالفو ډلو بې ځایه غوغا

    1 جولای 2025

    د افغانستان بانک سبا ۱۵ میلیونه امریکایي ډالر د لیلام په ډول پلوري

    1 جولای 2025

    د پاکستاني طالبانو غورځنګ: تېره میاشت مو په ۳۰۷ بریدونو کې ۵۴۰ پاکستاني امنیتي ځواکونه وژلي او ټپیان کړي دي

    1 جولای 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،973 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،909 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،902 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.