Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • سل ثانیې خبر
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • ورځني اسعار
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»راز»ښایي له شر او فساد جبهې څو مهم غړي د اختلافاتو له أمله جلا شي
    راز

    ښایي له شر او فساد جبهې څو مهم غړي د اختلافاتو له أمله جلا شي

    صابر افغانصابر افغان16 نوومبر 2024څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    شر او فساد جبهه چې لسیزې یې د شمالي ټلوالې په عنوان پر مظلومو مسلمانانو بې شماره ظلمونه وکړل، د ټوټه کېدو پر خوا ګامونه اخلي؛ دا جبهه په خپل منځ کې د شته اختلافاتو له کبله چاودېدو او له منځه تللو ته نږدې شوې ده.

    د هندوکش‌غږ د معلوماتو له مخې څو شپې وړاندې امر الله صالح، جنرال ایوب سالنګي، بهاوالدین جیلاني او ظاهر اغبر چې د شر او فساد جبهې مهم غړي شمېرل کېدل، له شر او فساد جبهې څخه په جلا کېدو سره د “زرغون بهیر” په چوکاټ کې د یوې بلي نظامي جبهې پر جوړولو لومړني توافقات ترسره کړي دي.

    امر الله صالح چې له لسیزو را په دېخوا په استخباراتي چارو کې لوبېدلی شخصیت لري، زرغون بهیر یې په خپله مشري هغه حرکت دی چې د طالبانو په ضد یو شمېر جعلي اسناد خپروي او په بې بنسټه تبلیغاتو پیسې ترلاسه کوي؛ نوموړی له تاجکستان هېواد سره نږدې اړیکې لري او ډېری وخت هلته اوسېږي.

    له شر او فساد جبهې د امر الله په ډول مهمو افرادو جلا کېدل، په جبهه کې د احمد مسعود پر مشرتابه د اختلاف ټکي قوي څرګندوي؛ ځکه چې امر الله د احمد شاه مسعود د ژوند پر مهال له تاجکستان سره د اړیکو برقراره کولو او استخباراتي برخه کې مسؤلیت درلود او د هغه یو له باور وړ افرادو څخه ؤ، مګر اوس احمد مسعود نه دی توانېدلی چې دوی پر ځان ور ټول کړي.

    د طالبانو لخوا د کابل له نیولو سره، په تېرو دریو کلونو کې ګڼ شمېر سیاسي او نظامي جبهې له افغانستان بهر جوړ شوي او د بهرنیو هېوادونو د ملاتړ جلبولو هڅه کوي، خو تر دې مهاله هیڅ نظامي جبهه نه ده توانېدلې چې افغانستان ته د ستنېدلو لپاره باور پرې وشي.

    د دغه جبهو مشران او غړي یې ډېری هغه افراد دي، چې د امريکايي اشغال پر مهال یې په درې ګونو امنیتي ارګانونو، مذاکراتي ټیمونو، امنیت شوری او نورو بنسټونو کې دندې اجرا کولې، خو له ټولو امکاناتو سره، سره ونه توانېدل په افغانستان کې سیکولر ارزښتونه تطبیق او ساتنه یې وکړي؛ خو اوس بیا ځل د امکاناتو او نظامي جګړې غوښتنې کوي.

    مخکینۍ مقالهد ایران د عدلیې وزارت مرستیال: په نږدې راتلونکي کې به له ایرانه افغانستان ته د افغان بندیانو د لېږدولو بهیر پیل شي
    راتلونکي مقاله له بغاوتګرو سره مذاکرات ممکن دي او مثبتي پایلې لري؟

    مربوطه لیکنې

    د کامدېش له جګړې تښتېدلي د پوځي رژیم له لوري نظارت خونو ته انتقال شوي

    29 سپتمبر 2026

    د پوځي رژیم او بې شرمه جنګسالار ترمنځ پټه سل ميليوني معامله

    29 سپتمبر 2026

    په نورستان کې د پاور بانک جبهې ماتې، په جبهه کې درز رامنځ ته کړی

    28 سپتمبر 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    افغانستان 13 اکتوبر 2026

    پنجشېر کې له ۷ زره قیراطو ډېر زمرد په شاوخوا ۷ میلیونه افغانیو پلورل شوي

    د پنجشېر ولایت مقام رسنیو دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په یاد ولایت…

    اقتصادي کمېسیون د صنعتي پارکونو د ځمکو لپاره بیې ټاکلي

    13 اکتوبر 2026

    د پېښو د خطرونو کمولو نړیواله ورځ ونمانځل شوه؛ افغان حکومت د وقایوي پروژو او بشري مرستو پر دوام ټینګار کړی

    13 اکتوبر 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    پنجشېر کې له ۷ زره قیراطو ډېر زمرد په شاوخوا ۷ میلیونه افغانیو پلورل شوي

    13 اکتوبر 2026

    اقتصادي کمېسیون د صنعتي پارکونو د ځمکو لپاره بیې ټاکلي

    13 اکتوبر 2026

    د پېښو د خطرونو کمولو نړیواله ورځ ونمانځل شوه؛ افغان حکومت د وقایوي پروژو او بشري مرستو پر دوام ټینګار کړی

    13 اکتوبر 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،200 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،142 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،266 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.