شېر کړئ Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp د بلوڅ بېلتون پالو اړوند رسنيز ادرس «باهوټ» په يوه پوسټ کې د بلوچستان د خلکو او د بلوڅ قوم له خوا افغان ملت ته د فتحې د ورځې مبارکي وړاندې کړې ده.هغوی ليکلي: «د بلوڅ قوم له خوا خپلو وروڼو افغان ملت ته د امریکايي اشغال پر ضد د اوږدې او زړورې مبارزې په برکت د خپلواکۍ تر لاسه کولو په موقع، د “فتحې د ورځې” مبارکي وړاندې کوو.»ياده دې وي، چې په بلوڅ بېلتون پالو سربېره يو شمېر نورو هېوادونو، خوځښتونو او سازمانونو هم د افغانستان د فتحې او خپلواکۍ په وياړ افغانانو ته مبارکي وړاندې کړې.
د فارس خليج يو شمېر هېوادونو په يوه ګډ پيغام کې د ايران پر ضد د بريدونو د بيا پيل ملاتړ کړی14 جولای 2026
د ایران د پارلمان د ملي امنیت کمېسیون مشر، ابراهيم عزيزي: له تشو شعارونو او ګواښونو تېر شئ، د خپلو ځاني او مالي زیانونو اصلي شمېرې خپرې کړئ14 جولای 2026