بهرنيو چارو وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره وايي چې د افغانستان لپاره د اذربایجان سفیر الهام محمدوف، د بهرنیو چارو وزارت له سیاسي مرستیال سره کتلي.

بهرنیو چارو وزارت په ياده خبرپاڼه کې ویلي چې، په دې کتنه کې، سیاسي مرستیال د اذربایجان د الوتکې د لوېدو له امله غم‌رازي کړې او د تسلیت مراتب یې وړاندې کړي دي.

د خبرپانې پر بنسټ، د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال همدارنګه د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي، اقتصادي او ټولنیزو اړیکو پر پراختیا ټینګار کړی دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version