ليکوال او شنونکی عبدالسلام وزیروال وايي، د افغانستان اوسنی وضعیت په ځینو برخو کې د ایران او عراق جګړې له تجربې سره ورته والی لري.

د ښاغلي وزيروال په خبره، په هغه جګړه کې هم ايران د سختو پوځي او سیاسي فشارونو سره سره مقاومت وکړ او خپل نظام یې وساته.

نوموړي په خپل تحلیل کې ویلي، هغه مهال عراق د صدام حسين تر مشرۍ لاندې پر ایران جګړه پیل کړه او هڅه یې وکړه چې له کورنیو بدلونونو وروسته د ایران له حالته ګټه واخلي، خو د اوږدې جګړې په ترڅ کې ونه توانېد چې خپلې مهمې موخې ترلاسه کړي او په پای کې ايران بريالی شو.

د هغه په وینا، اوس پاکستان هم د افغانستان له سیاسي بدلونونو اندېښنه لري او ځینې کړنې یې د فشار په توګه ګڼل کېږي، خو افغانان د پخوانیو تجربو په څېر د مقاومت توان لري.

نوموړی ټینګار کوي، چې که څه هم روان وضعیت لنډمهاله ستونزې او زیانونه لري، خو دا ډول حالتونه کولای شي د ملتونو لپاره د بیدارۍ، پر ځان بسیا کېدو او پرمختګ زمینه برابره کړي.

د هغه په باور افغانستان کولای شي له اوسنیو شرایطو څخه د یو قوي او خپلواک راتلونکي لپاره ګټه واخلي، خو دا به هغه وخت شوني وي چې د ثبات ترڅنګ پر اقتصاد، ټکنالوژۍ او ملي یووالي هم جدي پاملرنه وشي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version