کورنيو چارو وزارت خبر ورکوي چې امنیتي ځواکونو له تېرو ۲۴ ساعتونو راهیسې په هلمند، هرات، لغمان، فاریاب، فراه او بلخ کې د غلاوو، وژنې، ترافیکي پېښې او ناقانونه وسلو ساتلو په تړاو ۱۱ تنه نیولي دي.
د ياد وزارت د خبرپاڼې له مخې د نيول شويو کسانو له ډلې ، پنځه تنه د غلا په تړاو په هلمند، دوه غله په هرات، یو تن د وژنې په تړاو په لغمان، یو غل په فراه، یو تن د ناقانونه وسلو ساتلو په تړاو په بلخ او یو تن د ترافیکي پېښې په تړاو په فاریاب کې نیول شوی دی.