د کورنیو چارو وزارت د ترافیکو لوی ریاست له لوري په ټول هېواد کې پر موټر سایکل چلوونکو ځینې محدودیتونه لگول شوي دي.

له یاد ریاست څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د موټر سایکلونو اسناد باید باقي نه وي او ټول موټر سایکلونه باید اسناد او پېلټ ولري.

د خبرپاڼې له مخې، ټول سایکل چلوونکي باید لایسنسونه ولري، پر یوه موټر سایکل باید له دوو تنو ډېر کسان سپاره نه شي. همدارنگه ټول موټر سایکل چلوونکي باید د موټر سایکل چلولو پر مهال محافظتي خولۍ ولري.:«موټر سایکل چلوونکي باید د واټ ترافیکو د قانون خلاف په کیڼ لاس حرکت ونه کړي.»

په خبرپاڼه کې د کورنۍ له مشرانو غوښتل شوي چې باید ماشومانو ته د موټر سایکل چلولو اجازه ورنه کړي.:«له درنو هېوادوالو څخه هیله کېږي چې پورتني موارد په جدي توگه عملي کړي او له هغو پرته به قانوني چلند ورسره وشي.»

په دې وروستیو کې په هېواد کې د موټرسایکلونو د ترافیکو پېښو راپورونه ورکړل شوي وو، چې ځینو کسانو ته پکې مرگ‌ژوبله هم اوښتې وه.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version