د اقتصاد وزارت وايي، په کابل کې د جاپان سفیر تاکایوشي کورومیا او مل پلاوي د اقتصاد له چارسمبالي وزیر دین محمد حنیف سره لیدلي دي.
له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د دې لیدنې پر مهال دواړه لوریو د دوه اړخیزو اقتصادي همکاریو د ښه والي، د بشري مرستو په دوام او پراختیا خبرې کړې دي.: «په دې کتنه کې په افغانستان کې د جاپان سفير، د نشهيي توکو له کښت سره د مبارزې او د کوکنارو د کرکېلې د بديل معیشت پروژو د تطبيق په موخه د جاپان له خوا د لسو مېليونو ډالرو مالي مرستې په اړه چې په پام کي ده د بدخشان، هلمند او کندهار ولایتونو کی له بزگرانو سره د مرستې، د نشهيي توکو د کارونې د مخنيوي، د روږدو د درملنې او د زیانمنو وگړو او زیانمنو شوو سیمو د بیارغونې پروگرامونو له لارې به ولگول شي.»
په خبرپاڼه کې ویل شوي، د جاپان یاده مرسته به د بدیل معیشت د پروگرامونو په پلي کولو، د روغتیايي خدمتونو په وړاندې کولو او په نشهيي توکو د روږدو کسانو د درملنې لپاره څانگړې شوي او په همدې لاره کې به ولگول شي.
افغان حکومت وايي، په هېواد کې یې د نشهيي توکو کرکېله صفر کړې ده او نړیواله ټولنه باید له افغان بزگرانو سره مرسته وکړي.
په تېرو څه کم درېیو کلونو کې په هېواد کې د کوکنارو کرکېله صفر شوې ده او په هغو سیمو کې چې کوکنار کرل شوي وو، د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې ریاست له لوري له منځه یوړل شول.