د کورنیو چارو وزارت وايي، د عالیقدر امیر المؤمنین حفظه الله په حکم د هېواد په لویو لارو کې د ترافیکي پېښو د مخنیوي په موخه د کورنیو چارو، عدلیې، ټولگټو او ترانسپورت وزارتونو او د ترانسپورتي شرکتونو د استازو ترمنځ شریکه غونډه شوې ده.

له یاد وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، په دغه ناسته کې د کابینې پر جوړه شوې طرحه بحث وشو او د ترافیکي پېښو د مخنیوي په موخه د هر وزارت او اړوندو ادارو د مسوولیتونه وټاکل شول.

په خبرپاڼه کې د کورنیو چارو وزارت د امنیتي چارو مرستیال ستر پاسوال ابراهیم صدر له قوله ویل شوي، چې د ترانسپورټې شرکتونو د وړاندیزونو د اورېدلو ترڅنگ یې په لویو لارو کې ترافیکي اصولو د مراعتولو په هکله هم خپلې سپارښتنې وکړې او ویل چې د هېوادوالو د مال او ځان ساتنه اسلامي امارت خپل لومړيتوب ګڼي.:«ټول ترانسپورتي شرکتونه او موټر چلوونکي مکلف دي چې د ترافیکي پېښو د مخنیوي قانون او کړنلارو ته پام وکړي.»

هېره دې نه وي چې د هېواد په لویو لارو کې د ترافیکي پېښو د مخنیوي په موخه د امیر المؤمنین حفظه الله له لوري ځانگړی فرمان هم صادر شوی دی.

د هېواد په لویو لارو په ځانگړې ډول کابل ـ جلال‌اباد او کابل ـ کندهار نږدې هره ورځ ترافیکي پېښې کېږي، چې له امله یې گڼو خلکو ته مرگ‌ژوبله اوړي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version