د کورنیو چارو وزارت وايي، د هرات نشه‌یي توکو سره د مبارزې منسوبینو د دغه ولایت په زاول او اوبه ولسوالیو کې څه باندې ۱۳ زره متره مربعه ځمکه د کوکنارو له کروندو پاکه کړې ده.

همدا راز د زابل نشه‌یي توکو سره د مبارزې پولیسو د ومانو د پروسس دوې کارخونې چې نږدې دوه ټنه او ۶۶۰ کیلو ومان هم پکې و له خپلو ټولو وسایلو سره سوځولي دي.

همدارنگه د یاد وزارت د معلوماتو پر بنسټ، په ۴ ولایتونو کې پولیسو د کوکنارو کروندې اړولي او پینځه تنه یې نیولي دي.: «د بامیان امنیه قومندانۍ نشه‌یي توکو سره د مبارزې پولیسو ددغه ولایت په کهمرد ولسوالۍ کې د کوکنارو کروندې له منځه وړي دي.

همداراز پولیسو د نشه‌یي توکو د پلور په تړاو دوه تنه په بغلان، دوه تنه په نیمروز او یو تن په تخار ولایت کې نیولی دی. له نیول شوو کسانو یو میل کلاشینکوف، یو میل چره ییز ټوپک او یوه اندازه نشه‌یي توکي تر لاسه شوي دي.»

ومان یو بوټی دی چې د افغانستان په غرنیو سيمو کې خپله راشين کېږي او په وروستیو کلونو کې د هيرويينو او ښیښې په جوړولو کې کار ترې اخیستل کېږي.

ومان بوټی په ډېری ولایتونو کې خپله راشين کېږي، خو په وروستیو کې په فراه ولایت کې اهلي شوی او بزگران يې په للمي ډول هم کري. له ومان بوټي څخه تر پروسس وروسته د ايفیډرين په نوم خالص مواد جوړېږي چې د کېمياوي موادو پر ځای د ښيښې او هيرويينو په جوړولو کې کار ځنې اخيستل کېږي.

د ملگرو ملتونو د راپور پر بنسټ، په افغانستان کې د ښیښې او هيرويينو په جوړولو کې د کېمياوي موادو پر ځای د ومان بوټي کارول له ۲۰۱۹ کال راهیسې پيل شوي او ان دا چې ايران ته هم قاچاق کېږي.اوسمهال د ومان بوټي کرل او پلورل د افغانستان اسلامي امارت له لوري منع شوي دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version