د کانونو او پټروليم وزارت په يوه خبرپاڼه کې وايي چې د دې وزارت وزير ملا هدايت الله بدري افغانستان کې د ترکيې سفير جنک اونال‌ او ملي پلاوي سره په دوه اړخيزو همکاريو خبرې کړې دي.

د خبرپاڼې پر بنسټ د ترکیې سفیر وېلي چې ترکیه به د افغانستان له خلکو سره په بېلابېلو برخو کې همکاري وکړي او د دې هېواد سوداګر غواړي چې د افغانستان په کاني زېرمو کې پانګونه وکړي.

خبرپاڼه همدارنګه زياتوي چې د ترکيې سفير جنک اونال‌ وويل چې د افغانستان تېر درې کلن امن بې ساری دی او د کانونو د پانګونې په برخه کې به77 ترکي خصوصي شرکت ډېر ژر خپل عملي کار پیل کړي.

خبرپاڼه زياتوي چې د کانونو او پټروليم وزارت وزير ترکي‌ سفير جنک اونال ته په خپلو خبرو کې وويل چې موږ د ټولو هغو ملي او نړیوالو پانګوالو ، چې غواړي د افغانستان د کانونو په سکټور کې پانګونه وکړي هرکلی کوو او ډاډ ورکوو چې دوی ته به هر ډول زمينه مساعدوو.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version