Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»افغانستان»د تورغونډۍ ـ رباط پریان د اورگاډي پټلۍ د سروې او ډېزاین هوکړه لاسلیک شوه
    افغانستان

    د تورغونډۍ ـ رباط پریان د اورگاډي پټلۍ د سروې او ډېزاین هوکړه لاسلیک شوه

    صابر افغانصابر افغان27 مې 2024څرگندونې نشته3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    د هرات ځايي مسوولین وايي، د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ادارې له لوري د تورغونډۍ ـ رباط پریان د اورگاډي پټلۍ د سروې او ډېزاین هوکړه‌لیک لاسلیک شو.

    د هرات له ولایت مقام څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د دې هوکړې د لاسلیکېدو په مراسمو کې د اسلامي امارت د مرکزي او سیمه‌ییزو چارواکو، سوداگرو، پانگه‌والو او د خصوصي شرکتونو استازو برخه لرله.په خبرپاڼه کې د هرات د والي اسلام‌جار له قوله ویل شوي، دغه پروژه افغانستان او هرات ته ډېره ارزښتناکه ده او افغانستان به له گاونډیو هېوادونو سره ونښلول شي.: «دا ډېر د خوښۍ ځای دی چې په یوه ورځ کې د دوو لویو پروژو د پرانيستې په مراسمو کې گډون کوو او د هرات د خلکو او خصوصي سکتور په استازیتوب د ټولگټو وزارت څخه مننه کوو چې د دې پروژې کار يې پیل کړ. د اورگاډي پټلۍ جوړول د هرات د خلکو لپاره ډېر ارزښتناک او گټور دي چې له گاونډيو هېوادونو او سيمې سره د هرات په نښلولو کې به د پام وړ رول ولوبوي.»

    د افغان جرمن باختر شرکت رئیس سلطان احمد سروري د هوکړې د لاسیک په مراسمو کې وویل، چې روانه اوونۍ کې له روسیې څخه د دوی ټیم هرات ته د کرښې د کیلومتر د مشخص کولو په موخه راځي، چې د سروې وروسته به د ډېزاين چارې پيل شي او دغه کرښه به د بهرنيو هېوادونو د هوايي کمرو او متخصصو کاري ځواک په مرسته په درېيو تر څلورو مياشتو کې سروې او ډيزاين شي.

    د دې سربېره په هرات کې د خواف ـ هرات د اوسپنې پټلۍ د وروستۍ برخې د جوړولو کار هم پیل شو، چې له جوړېدو سره به یې افغانستان له ایران ونښلوي.

    د افغانستان د اوسپنې پټلۍ رئیس بخت الرحمن شرافت وايي، د تورغونډۍ-هرات اورگاډي پټلۍ ډېره مهمه پروژه ده چې موږ به د روسیې، اذربایجان، تور سمندر او امریکایي هېوادونو سره ونښلوي.:«د سیمې هېوادونه باید په افغانستان کې منځ ته راغلي فرصتونو څخه گټه واخلي او د سوداگریزو اړیکو ټینگښت لپاره هڅه وکړي.»

    نوموړي ویلي، د هېواد پرمختگ د اورگاډي پټلۍ او هوایي ډگرونو پسې تړلی او ا.ا.ا هڅه کوي چې افغانستان د هېوادونو ترمنځ په سوداگریزې څلور لارې بدل کړي.د یادې پروژې هوکړه‌لیک د گاما سهامي شرکت سره شوې.

    د هرات ـ خواف ۴۷ کیلومترو په اوږدو سره به د اتلسو څخه تر ۲۴ میاشتو په موده کې په یوه ترمینال سمبال بشپړه کړي. په دغه پروژه ۵۳ مېلیونه ډالر لگښت راځي.

    مخکینۍ مقالهنن او سبا ته د هېواد په شمېر ولایتونو کې د سختو بادونو اټکل شوی
    راتلونکي مقاله کابل ښاروالۍ: په دولسمه ناحیه کې د سړک جوړولو چارې بېرته پیل شوې

    مربوطه لیکنې

    د هلمند نهرالسراج کانال د لومړي لاټ د رغولو پروژه پرانیستل شوه

    30 جون 2025

    د سرپرست حکومت یوه پلاوي د اوسپنې‌ پټلۍ مسیر د ټاکلو په موخه د هېواد شمالي او جنوبي ولایتونو ته سفر کړی

    30 جون 2025

    مالیې وزارت: تېره میاشت د هېواد له ګمرکونو ۱۵۶ ټانکره بې کیفیته نفتي توکي مسترد شوي

    30 جون 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    افغانستان 30 جون 2025

    د هلمند نهرالسراج کانال د لومړي لاټ د رغولو پروژه پرانیستل شوه

    د سرپرست حکومت یوه پلاوي د اوسپنې‌ پټلۍ مسیر د ټاکلو په موخه د هېواد شمالي او جنوبي ولایتونو ته سفر کړی

    30 جون 2025

    پاکستاني طالبانو د جنوبي وزيرستان د پوځ پر مرکزي کمپ بريد کې له لسو ډېرو پوځيانو ته مرګ‌ژوبله اړولې

    30 جون 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د هلمند نهرالسراج کانال د لومړي لاټ د رغولو پروژه پرانیستل شوه

    30 جون 2025

    د سرپرست حکومت یوه پلاوي د اوسپنې‌ پټلۍ مسیر د ټاکلو په موخه د هېواد شمالي او جنوبي ولایتونو ته سفر کړی

    30 جون 2025

    پاکستاني طالبانو د جنوبي وزيرستان د پوځ پر مرکزي کمپ بريد کې له لسو ډېرو پوځيانو ته مرګ‌ژوبله اړولې

    30 جون 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،973 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،909 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،901 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.