
د جرمني نوي لومړي وزیر، فریدرش مرتس افغانستان کې د ناټو ځواکونو ښکېلتیا ته په اشارې ویلي: «مونږ دا زده کړل چې هغه ځای ته باید لاړ نه شې، چې په بېرته وتلو بیا نه پوهېږې.»
نوموړي په ټینګار سره ویلي، چې مونږ باید د افغانستان له تجربې زده کړه وکړو.
یاده دې وي چې د جرمني په ګډون، د ناټو ائتلاف په چوکاټ کې د ګڼو اروپایي هېوادونو پوځیانو د امریکا په مشرۍ پر افغانستان هجوم راووړ، چې د افغانانونو له پرله پسې مبارزې وروسته په ۲۰۲۱م کال کې ناهیلي او په تپه تیاره کې له افغانستان څخه وتښتېدل.