د عربي رسنیو د راپورونو له مخې، د حماس اسلامي غورځنګ پوځي څانګي “کتائب القسام” تېرو ۲۴ ساعتونو کې د غزې په ختیځ کې الوفاء روغتون ته نږدې د صهیونیستي رژیم د پوځ ۳ “ميرکافا” ټانکونه په نښه کړي دي.

راپور کې اسرائیلي پوځیانو ته د اوښتې مرګ‌ژوبلې په اړه څه نه دي ویل شوي. له دې څو ورځې وړاندې د غزې په شجاعیة سیمه کې هم د حماس غورځنګ پوځي څانګې ګڼو صهیونیستي پوځیانو ته مرګ‌ژوبله اړولې وه.

یاده دې وي چې، پر غزې تړانګې د صهیونیستي رژیم د برید له پیل راهیسې د لوړ رتبه افسرانو په ګډون لسګونه زره صهیونیستي پوځیانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version