د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، هسپانیې د ایران پر ضد جګړه کې له واشنګټن سره هېڅ همکاري ونکړه.

ټرمپ ګواښ کړی، چې ممکن له همدې امله د امریکا او هسپانیې ترمنځ سوداګریزې اړیکې ختمې شي.

ټرمپ خبریالانو ته ویلي: «زه فکر کوم دوی (هسپانیا) هیڅ ډول همکاري نه کوي. دوی ډېر خراب عمل کړی. ممکن له هسپانیا سره سوداګري ودروو.»

د امریکا او هسپانیا ترمنځ کړکېچ وروسته له هغې راپورته شو چې د هسپانیا حکومت د امریکا له خوا د ایران پر ضد د خپل هېواد هوایي اډو کارول کېدو ته اجازه ورنه کړه.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version