شېر کړئ Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp د خوست ولايت مقام په يوه خبرپاڼه کې وايي چې، په دغه ولایت کې د غلام خان بندر مسؤولینو له پاکستان څخه افغانستان ته د یو ټېلر بې کیفیته کچالو د واردېدو مخنیوی کړی او بیرته یې یاد هېواد ته مسترد کړي دي.د سرچينې په وينا، چې دغه یو ټېلر بې کېفیته کچالو، چې د پاکستان له لوري افغانستان ته واردېدل، د غلام خان بندر د نباتي قرنطین مدیریت مسؤولینو له لوري له دقیقې معاینې او چک وروسته بېرته یاد هېواد ته مسترد کړل شوي دي. له بل لوري د خوست ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رياست مسؤولین وایي چې، له ټولو سوداګرو څخه د باکیفیته محصولاتو د واردولو هیله لرو، تر څو هېوادوال مو د صحي او پاکو محصولاتو څخه ګټه واخلي.د یادونې وړ ده، چې دوه ورځې وړاندې هم د یاد بندر مسؤولینو له پاکستان څخه افغانستان ته د یو ټېلر بې کېفیته جوارو د واردېدو مخنیوی کړی و.
د سرپرست حکومت یوه پلاوي د اوسپنې پټلۍ مسیر د ټاکلو په موخه د هېواد شمالي او جنوبي ولایتونو ته سفر کړی30 جون 2025