د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي نن ماسپښین په کابل کې د ازبکستان له سفیر ایبک عارف عثمانوف سره کتلي.
په دې کتنه کې د ازبکستان سفیر د دواړو هېوادونو ترمنځ له ښو اړیکو خوښي څرګنده کړې او په بېلابېلو برخو په ځانګړي ډول په اقتصادي او سوداګریزو برخو کې یې د دوه اړخیزو همکاریو پر پراختیا او پیاوړتیا ټینګار کړی دی.
د ازبکستان سفیر له افغانستان سره د اړیکو د پراختیا لپاره د خپل هېواد د حکومت لېوالتیا ته په اشارې سره ویلي چې ازبکستاني سوداګر او پانګوال چمتو دي چې په افغانستان کې د روغتیايي مرکزونو د جوړولو، د درملو د واردولو، د سمنټو د فابریکو د جوړولو او د ډبرو سکرو د سوداګرۍ په برخو کې کار وکړي.
په ورته وخت کې د ریاست الوزراء اداري مرستیال د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د پیاوړتیا په برخه کې د ازبکستان د سفیر هڅې ستایلي او ازبکستان ته یې د خپل وروستي سفر په ترڅ کې په افغانستان کې د پانګونې په برخه کې د ازبکستان د سوداګرو لېوالتیا ارزښتناکه بللې ده.
ښاغلي حنفي د خپلو خبرو پر دوام ډاډ ورکړی، چې افغان حکومت به د ازبک سوداګرو او پانګوالو لپاره لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.