د کييف پوسټ ورځپاڼې د راپور له مخې د روسیې یو توغندی د اوکراین پر پوځي روزنیز مرکز لګېدلی، چې له امله یې ۱۵۰ اوکرایني پوځیان او ۳۰ بهرني پوځي ښوونکي وژل شوي دي.
راپور کې راځي چې د اوکراين د ځمکنیو ځواکونو مشر «میخایل دراپاتی» ويلي، چې د پوځ د روزنې په ډګرونو کې د دغسې تراژيدي پيښېدل ډيره ناوړه پايله لري.
هغه زياته کړې چې اوسنۍ جګړې چټکو پرېکړو، ژورو مسؤلیتونو او د خوندیتوب نويو معیارونو ته اړتیا لري، که نه نو موږ به له روسيې سره په جګړه کې ډېر څه له لاسه ورکړو.
که څه هم په دې وروستيو کې د اوکراين او روسیې تر منځ د جګړې د پای ته رسېدو هيلې ښکاره شوي، خو له دې سره سره بيا هم په ورځني ډول د دواړو هېودانو سلګونه پوځيانو ته په جګړه کې مرګژوبله اوړي.