یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.
د شر او فساد لارویان پر افغانستان د امریکایي یرغل قوي ملګري وو؛ دوی د امریکا په زور بیا ځلې په کابل ننوتل او شل کاله یې د امریکایي وحشت او د امریکا له لوري د افغان وژنې ملګرتیا وکړه.
د شر او فساد لارویان په شل کلن جمهوریت کې امریکایانو د خپلو موخو له پاره وکارول او په پای کې یې طالبانو ته یواځې پرېښودل.
طالبانو لکه د تېر ځل په څېر دا ځل هم سمه منډه ورکړه او بیا هم ثابته شوه چې د شر او فساد لارویان له بهرني ملاتړ پرته هیڅ هم نه دي او په افغان ولس کې هیڅ ځای نه لري.
د شر او فساد لارویان شل کاله د امریکایانو له پاره هر څه وکړل؛ افغانان یې ووژل، اخلاقي او اداري فسادونه یې وکړل، خو په پای کې امریکایان پرې پوه شول چې دا خلک ولسي خلک نه دي، یواځې د پیسو او شهرت خلک دي، نو ځکه یې لاس ترې واخیست او په تش میدان یې پرېښودل.
د طالبانو بیا واک ته رسېدو وروسته نړۍ د شر او فساد لارویانو ته شا کړه، خو دوی غلي نه کښېني او هڅې کوي چې بیا یا زوړ بادار رضا کړي او یا نوی بادار ومومي.
خو نړۍ پرې باور نه کوي؛ د شر او فساد یو مشر احمد مسعود ډېره هڅه وکړه، انلاین لاسلیکونه هم ورته راټول شول، خو بیا هم امریکا ته په تګ بریالی نه شو او امریکا ورته ویزه ور نه کړه.
احمد مسعود اوس وایي چې نړۍ یواځې پرېښي دي او هېر کړي یې دي؛ په اصل کې دا خلک سم خلک نه وو، عقل یې نه درلود، امریکایانو او نورو غربیانو وکارول او اوس یې هېر کړي دي.
د عطا نور خبره ده چې ویلي یې وو چې موږ امریکایانو د تشناب کاغذ او پیپسي بوتل په حیث استعمال کړو او بیا یې وغورځولو.
په نړۍ کې د غلامانو اصلي څهره او رول همداسې وي، د بادارانو له لوري استعمال شي او کله چې یې د بادار موخې پوره شي، نو بیا یې ایسته وغورځوي.