د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي په تېرو شپږو میاشتو کې له هند، پاکستان، متحده عربي اماراتو، ایران، چین، ترکیې، د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره د پنځه میلیارده او ۶۷۹ میلیونه ډالرو په ارزښت یې سوداګریزه راکړه ورکړه کړې ده.
د دغه وزارت ویاند زیاتوي، چې په دې موده کې د افغانستان ډیری صادرات وچې او تازه میوې، غالۍ، کاني ډبرې، انار، مالوچ، زعفران او ځيره جوړوي.