د قطر او ترکیې مشرانو په ګډه بیانیه کې د افغانستان پر ثبات، پیاوړتیا او د بشري مرستو پر دوام ټینګار کړی دی.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان او د قطر امیر تمیم بن حمد آل ثاني دې ګډه بیانیه کې افغانستان سره تعامل یوه اړتیا بللې ده.

د قطر خبري اژانس خبر ورکړی، دغه ګډه اعلامیه انقره کې د دواړو هېوادونو د ستراتیژیکې کمېټې لسمې ناستې په پای کې خپره شوې ده.

د یادونې ده، چې دغه ناسته کې د دوحې او انقرې ترمنځ د همکاریو ۸ هوکړې هم لاسلیک شوې دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version