د پېښو پر وړاندې د مبارزې ملي ادارې رئیس ملا نورالدین ترابي د سره صلیب نړيوال فدراسیون له سرپرست احمد سلیمان سره کتلي دي.

د یادې ادارې د خبرپاڼې له مخې، په دې کتنه کې د بشري خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې د همکاریو پر پراخوالي خبرې شوې دي.

په دې کتنه کې ښاغلي ترابي د تورخم فرضي کرښې ته د خپل وروستي سفر یادونه کړې او ویلي یې دي چې: «موږ د یوې اوونۍ په موده کې وتوانېدو چې په زور د اېستل شویو کډوالو لپاره یو معیاري پنډغالی د لومړنیو امکاناتو په درلودو سره جوړ کړو.»

له بل لوري د سره صلیب نړیوال سازمان سرپرست له پېښو سره د مبارزې او چمتووالي ملي ادارې او د کډوالۍ نړیوال سازمان تر منځ د زیانمنو خلکو د اړتیاوو ارزونې او اړینې بودجې د ټاکلو لپاره د راتلونکې ګډې ناستې یادونه کړې او زیاته کړې یې ده چې د سویس هېواد یو میلیون ډالر د کډوالو د ملاتړ لپاره ځانګړي کړي دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version