یادؤنه: په هندوکشغږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکشغږ توافق ورسره شرط نه دی.
له کله چې انګرېزانو، روسانو او امریکایانو په افغانستان کې شرمناکه ماته تجربه کړې دوی بیا د جګړې تکتیک په بله بڼه اړولی؛ کله یې قومي مسایل راپورته کړي، کله ژبني تفرقې ته پلانونه جوړوي او کله د مذهبي جګړو لپاره نقشې راکاږي.
تاجکستان د تاجکانو په نوم بحثونه راولاړوي، ایرانیان د فرهنګي حوزې د تمدن خبره کوي، پاکستان کله د شیعه اقلیتونو د حقونو خبرې کوي، کله د پښتنو د ژوند بحثونه راپورته کوي، خو ددې کیسو تر شا لوی هېوادونه وي او دغه ګاونډي او سیمه ییز حکومتونه ورته پروژې ورکوي.
دغه پروژې له پخوا هم خطرناکې وې؛ موږ یې د قوم، سمت او مذهب په نامه داسې ووهلو چې کابو یوه پېړۍ کېږي چې ځای ته نه راځو او د هیڅ نظام پښې ټینګې نه شوې.
اوس چې په افغانستان کې یو اسلامي حکومت راغلی د امنیت د تامین او تضمین ډاډ ولس ته ورکوي، بهرنیان غواړي په یو ډول د حکومت د امنیت د تامین ډاډ کمزوری کړي؛ دوی د نظام په وړاندې د نا امنۍ څپې راپورته کوي او دا د ناامنیو څپه چې را پورته کوي د قوم، سمت، ژبې او مذهب له ادرسه یې راپورته کوي.
تېره ورځ داعشي خوارجو په دایکندي ولایت کې بې ګناه اهل تشیعو په فجیع ډول بې رحمۍ سره ووژل چې ددې بربریت پړه یې هم په ویاړ ومنله.
له نېکه مرغه چې د افغان حکومت ویاند ښاغلي ذبیح الله مجاهد دا پېښه په کلکو ټکو وغندله او ویې ویل چې: “د ا.ا.ا دغه وحشیانه کړنه په کلکه غندي ورسره د ولس د ځان او مال ساتنه خپل مکلفیت ګڼي.
او زیاته یې کړه چې: “په داسې حال کې چې موږ د پیښې له مظلومو قربانیانو سره خپله ژوره خواشیني شریکوو، د هغه ترڅنګ د پیښې د ساعي بالفساد عاملینو د لټون او د عدالت منګولو ته د هغوى د راکشولو جدي هڅې کوو. ان شاءالله