د افغانستان د ملي دفاع وزارت وايي، د وسلهوال پوځ لوی درستیز د توپچي ریاست دBM21 (۴۰ میله) مسلکي کورس څخه یې ۶۰ تنه منسوبین فارغ کړي دي.
له ملي دفاع وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، د یادو منسوبینو په فراغت غونډه کې د وسلهوال پوځ لوی درستیز محمد فصیحالدین فطرت او لومړي مرستیال مالي خان صدیق گډون کړی وو.
په خبرپاڼه کې د لوی درستیز له قوله ویل شوي، کله چې تاسو پوره پوځي چمتووالی ولرئ ستاسو دښمن وېرېږي او خپله به ماتې خوري او هېڅکله به اشغال ته زړه ښه نه کړي، الحمدلله دلته درې لویو امپراطوریو ماته وخوړله دا د افغانانو د قهرمانیو برکت وو، هڅه وکړئ له نوې تکنالوژۍ سره ځان بلد کړئ او د دښمن شوم هدف په نطفه کې خنثا کړئ.: «کوم وسایط او وسلې چې اوس مهال شته دا بیت المال دی. د دې سالمه ساتنه وکړئ، خپل هدف ته متوجې شئ مادیاتو ته میلان مهکوئ، موږ ټول افغانان سره وروڼه یو په خوشحالۍ یې خوشحال او په غم یې غمجن یو، که غواړئ ترقي وکړئ زحمت وباسئ، پر ځان تکلیف راولئ او هدف ته ځان ورسوئ.»
په خبرپاڼه کې د یاد ریاست د مرستیال صدیق الله مستري له قوله ویل شوي، چې توپچي د جگړې حاکم بلل کېږي.«الحمدلله موږ له شلو کلونو وروسته وتوانېد چې دغه وسله فعاله کړو او د هېواد دساتنې لپاره یې چمتو کړو، توپچي د جگړې حاکم بلل کېږي چا چې په دغه عملي زده کړو کې خولې تویې کړي وي نو په جگړه کې به یې خپله وینه خوندي وي.»
پرون یاد وزارت هم د عبدالله بن مسعود رضي الله عنه د جگړهییزو زدهکړو له قومندانۍ څخه ۱۵۳ تنه منسوبین فارغ کړي وو.