د کورنيو چارو سرپرست وزیر خليفه سراج الدين حقاني د امنیت او خوندیتوب په برخه کې د ملګرو ملتونو سرمنشي له مرستيال جایلس مشاو سره په کابل کې کتلي دي.
کورنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې د مشاو په حواله لیکلي، د ملګرو ملتونو او سرپرست حکومت ترمنځ اړیکې پیاوړې شوي او افغانستان کې د دغه سازمان د کارکوونکو امنیت هم خوندي دی.
خبرپاڼه زياتوي چې د کورنیو چارو سرپرست وزیر ښاغلي حقاني په دغه کتنه کې د ملګرو ملتونو سرمنشي مرستیال ته ډاډ ورکړی چې ټول نړۍوال بنسټونو په افغانستان کې په ډاډمنه توګه خپل فعالیتونه کولی شي.