ورځ او نېټه: يکشنبه ۱۴۴۶/۴/۱۰ ھ.ق.
- [ ] افغانستان:
۱_د صنعتي ساحو قانون نافذ او په رسمي جریده کې خپور شو.
۲_خوست کې پوليسو د جعلي اکاونټ کارونکی کس چې له خلکو یې غلاوې کولې نيولی دی.
۳_د امام ابو حنيفه نړيوال نندارتون کې د ۱۱۰ ميليونه افغانيو په ارزښت تړونونه لاسليک شوي.
۴_ترکيه افغانستان کې د اوبو انرژۍ په برخه کې پانګونه کوي.
۵_د قطر د سرې میاشتې رییس حسین یونس له خپل افغاني سیال شیخ شهاب الدین دلاور سره لیدلي.
۶_ډاکتر عبدالباري عمر: افغانستان دا مهال پنځه زره ميګاواټه برښنا ته اړتيا لري.
۷_هلمند کې د ظاهرشاه د وخت جوړه شوې د شيدو د پروسس فابريکه بيا فعالېږي.
۸_نيمروز کې ايران ته د قيمتي مرغانو د قاچاق مخه نيول شوې
- [ ] سیمه:
۱_بلوچستان کې د ۷ افغان وژل شويو کارګرو جسدونه خپلو کورنیو ته وسپارل شول.
۲_پاکستان د شانګهای همکارۍ سازمان د غړو هېوادونو د غونډې کوربه دی.
پاملرنه: د پورته خبرونو د تفصیل کتلو لپاره د هندوکشغږ د خبرونو څانګې ته مراجعه وکړئ.