ورځ او نېټه: شنبه ۱۴۴۶/۵/۱۴ ھ ق.

  • [ ] افغانستان:
    ۱_ټولګټو وزارت: روان کال د ريل پټلۍ له لارې ۲.۳ ميليونه مټريک ټنه انتقالات شوي.

۲_‏باميانو کې اته کلنه خونړۍ دښمني په دوستۍ بدله شوه.

۳_خوست کې له پاکستان څخه راغلې ۳۶ ټنه په چينجيو ککړې او خرابې وريژې بېرته پاکستان ته مستردې شوي.

۴_د قطر او ترکیې ګډه اعلامیه: له افغانستان سره تعامل ته جدي اړتیا ده.

۵_کابل کې يو تن د څه کم ۸ زره نشه يي ټابليټو په تور نيول شوی.

۶_ملي تدارکاتو کمېسیون د شاوخوا پنځو میلیاردو افغانیو په ارزښت د ۲۷پروژو قراردادونه منظور کړل.

۷_‏خوست کې د ۱۰۰ میلیونه افغانیو په ارزښت ۱۴ لویې او وړې پروژې منظورې شوې.

۸_پولیسو جلا‌ل‌اباد ښار کې شپږ تنه د قماربازۍ پر مهال له یو اندازه پیسو سره یوځای نیولي.

  • [ ] سیمه:
    ۱_د ایران د فاع وزیر امیر نصیرزاده د سوریې پلازمېنې دمشق ته رسېدلی.
  • [ ] مینځنی ختیځ:
    ۱_غزه کې د «کتائب القسام» ځواکونو په بریدونو کې درې اسرائیلي پوځيان وژل شوي.
  • [ ] نړۍ:
    ۱_د هند د اتراپردېش ایالت په یوه روغتون کې اور لګېدنې نهه ماشومان وژلي.

۲_اوکراین کې د روسي پوځیانو پرمختګ؛ دونتسک یې نورې سیمې لاندې کړي.

۳_د روسیې او ايلن ماسک اړيکې؛ جګپوړو امريکايي سناتورانو یې په اړه د څېړنو غوښتنه کړې.

۴_د هنګري لومړی وزیر: پر اروپا د روسیې د بندیزونو له امله د اروپا اقتصادي سېستم د پرځېدو له ګواښ سره مخ دی.

پاملرنه: د پورته خبرونو د تفصیل کتلو لپاره د هندوکش‌غږ د خبرونو څانګې ته مراجعه وکړئ.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version