نړيوالو رسنيو د د سپینې ماڼۍ د ویاندې کارولین لیویت له قوله خبر ورکړی، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ به د راتلونکې می میاشتې له ۱۳مې تر ۱۶مې پورې سعودي عربستان، قطر او متحده عربي اماراتو ته لاړ شي.
د معلوماتو له مخې، دا به د ټرمپ د ولسمشرۍ په دویمه دوره کې د نوموړي دویم بهرنی سفر وي، ځکه هغه ویلي چې د دې اوونۍ په پای کې به په ايټالیا کې د پاپ فرانسیس په جنازه کې ګډون وکړي.
ياده دې وي، سعودي عربستان ته د ټرمپ سفر د دغه هېواد لپاره شاوخوا يو ميليارد ډالر تمامېږي، ځکه ټرمپ له محمد بن سلمان څخه هېواد ته د سفر په بدل کې په امريکا کې د نږدې يو مليارد ډالرو پانګونې غوښتنه کړې وه او هغه منلې وه.