ورځ او نېټه: دوشنبه ۱۴۴۶/۵/۲۳ ھ ق.
- [ ] افغانستان:
۱_کابلوف: افغانستان سره په اقتصادي او سوداګریزه برخه کې اړیکې پراخوو.
۲_د اطلاعاتو او کلتور وزارت په اډانه کې د جهادي ارزښتونو د ساتنې عمومي رياست جوړ شو.
۳_د امربالمعروف او نهي عن المنکر وزارت محتسبینو بلخ کې د دوو کورنیو ترمنځ خپلمنځۍ شخړې پای ته رسولي.
۴_ځانګړې محکمې د کابل ښار په سناتوریم سیمه کې له ارزونې وروسته څه باندې ۲۳ جریبه ځمکه امارتي بللې.
۵_مولوي نورالدین عزیزي د استانبول په حلال نړیوال نندارتون کې ګډون کوي.
۶_ننګرهار کې پنځه تنه ځنګل پرېکوونکي نیول شوي.
- [ ] سیمه:
۱_کورمه کې د فرقهیي جګړو لنډمهاله پای؛ دواړه لوري پر اووه ورځني اوربند سلا شوي. - [ ] مینځنی ختیځ:
۱_د حزب الله غورځنګ وسلهوالو پر اسرائیلو د لومړي ځل لپاره له څو سیمو هممهاله توغندي توغولي.
۲_د ايران د مذهبي مشر مشاور: ايران اسرائيلو ته د ځواب ورکولو چمتو والی نيسي.
- [ ] نړۍ:
۱_د روسیې یوه مسافر وړونکې الوتکه د ترکیې انتالیا هوایي ډګر ته له رسېدو سره سم اور اخیستی.
پاملرنه: د پورته خبرونو د تفصیل کتلو لپاره د هندوکشغږ د خبرونو څانګې ته مراجعه وکړئ.